د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي، د خلیلزاد د سفر هدف د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو ژر پیلېدل بلل شوي دي. د سرچېنې په خبره، امریکا هڅه کوي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خپلمنځۍ خبرې ژر پیل شی. متحده ایالاتونه وایي، افغانان له روانې جګړې او تاوتریخوالي ستړي شوي او اړتیا ده چې دغه ناورین نور پایته ورسېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ...
عبدالله عبدالله وایي، که په بین الافغاني مذاکراتو کې د اساسي قانون پر تعدیل توافق وشي د افغانستان دولت او ولس تیار دي چې هغه ومني.
د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله له العربیه ټلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، که له طالبانو سره په بین الافغاني مذاکراتو کې د اساسي قانون پر تعدیل توافق وشو د افغانستان خلک او افغان حکومت به دا پرېکړه ومني ...